لیګونه

دریېو افغان لوبغاړو د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې نوم لیکنه کړې ده

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو تکړه او نامتو لوبغاړو د پاکستان د کرکټ په راتلونکي سوپر لیګ کې د لوبېدو په موخه په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې.

د پاکستان سوپر لیګ پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یکشنبې په ورځ په پلاټینیم کټګوري کې د بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم شته.

دا درې واړه افغان لوبغاړي د نړۍ په مختلیفو لیګونو کې لوبېدلي دي او اوس د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې هم غواړي لوبې ترسره کړي.

راشدخان او مجیب الرحمن په لومړي ځل په دې لیګ کې د لوبېدو لپاره نوم لیکنه ترسره کړې ده.

بل لوري ته بیا محمدنبي عیسی خیل تر دې مخکې هم د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې لوبې ترسره کړي دي.

تراوسه پورې د پاکستان سوپر لیګ د بهرنیو لوبغاړو یوزاې پلاټینیم کټګوري اعلان کړې او ممکن په نورو کټګوریو کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي شامل شي.

د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو لوبې د روان ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې پيلیږي، خو د لوبغاړو د پیر مراسم بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې داځلې د دې لیګ ټولې لوبې په پاکستان دننه لاهور او کراچي ښارونو کې ترسره کیږي.

دې ټورنمنټ کې شپږ لوبډلې کراچي کینګز، اسلام اباد یونایټیډ، کویټه ګلډیټرز، ملتان سلطانز، پشاور زلمي او لاهور قلندرز شاملې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې