لیګونه

بیګ باش لیګ: د میلبورن رینیګارډز ۷ مه ماتې او د اډلایډ څلورمه بریا

د بیګ باش تجارتي لیګ په روانو سیالیو کې اډلایډ سټریکرز لوبډلې میلبورن رینیګارډز لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپير ماتې ورکړه، لوبه کې لومړي توپ وهنه سټریکرز لوبډلې وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان یي ۱۷۱ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه، د سټریکرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې الیکس ۲۴، میټ ۳۵، ریان ۴۳، او جاک ويټرالډ ترټولو زیاتې ۵۱ منډې ترلاسه کړي

د میلبورن لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عماد وسیم ،کیني،دوه دوه او افغان سلو توپ اچوونکې محمد نبي یو لوبغاړی وسوځوه، په دوهم اننګز کې د میلبورن لوبډلې لپاره سام هیپر ۳۱، او هاروي ترټولو زیاتې۳۴، منډې ترلاسه کړي، خو خپله لوبډله یي بریا ته ونه رسوله، د سټریکرز لوبډلې توپ اچوونکو خپله لوبډله بریا ته ورسوله، پيټر، وایس اګر، دري دري ډایني، دوه هيري، او ځلانده ستوري راشد خان یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یادولو ده چې سبا په یاد تجارتي لیګ ۳۰مه لوبه کې پارټ لوبډله له سیډني لوبډلې سره د افغانستان په وخت دولس نیمي بجې سیالۍ وکړي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې