افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د نړۍ مخکښې لوبډلې شا ته کړي

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه ټیسټ درجه بندۍ کې افغانستان یوځل بیا د نړۍ غوره لوبډلې ننګولي دي او د ۵۷ نمرو په لرو سره یې نهم ځای نیولی، بل پلو نیوزیلینډ د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په ټیسټ درجه بندۍ کې لومړنی ځای خپل کړې، په اعلان شوی درجه بندۍ کې نیوزیلینډ په لومړي مقام، استرالیا په دوهم،هندوستان په دريم، انګلستان په څلورم، جنوبي افریقا په پنځم، سریلانکا په شپږم، پاکستان په اووم، ویسټ انډیز په اتم، نهم مقام کې بیا افغانستان او په لسم مقام کې بیا بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د ۵۵ نمرو په درلودلو سره وروستی ځای لري.


یاده دې وي چې په تیره ټیسټ درجه بندۍ کې د افغانستان نوم په لسو غوره لوبډلو کې نه و لیدل شوی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې