دلوبغاړو په اړه

کرونا د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې ته هم لار پیدا کړه

په نیوزیلینډ کې د پاکستان د یو شمیر لوبغاړو په کرونا د اخته کیدو وروسته اوس تازه راپورونه خپاره شوي چې دې ویروس د پاکستان ښځینه لوبډلې ته لار موندلې او تازه پرې یوه لوبغاړي اخته شوې ده، راپورونه وایي چې د پاکستانۍ ښځینه لوبډې پخوانۍ کپټان ثنامیر د کرونا لپاره مثبته ازموینه ورکړې ده او لومړۍ ښځینه لوبغاړې شوه چې پایله یې مثبته راغله.

ویل کیږي چې ثنامیر په کراچۍ کې د قائد اعظم ټراپي پرمهال په کمنټري بکس کې وه چې تبه پرې راغله، له معایناتو وروسته یې مثبته ازموینه ورکړه اوس له ټولو ټیم او له هغو کسانو چې له میر سره یې نږدې اړیکې ساتلي غوښتنه شوې چې خپل معاینات وکړي، میر اوس د پرل کانټیننټل په هوټل کې قرنطین ده او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې له هغې سره وویني.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې