لیګونه

مجیب الرحمن، جوی بورنز، او جوی ډانلي د بریسبڼ هیټ لپاره ګټوونکي لوبغاړي دي

د بریسبڼ هیټ لوبډلې تراوسه ۷ لوبې کړي او یوازې درې یې ګټلي دي خو ددې لوبډلې په بریاوو کې لوی لاس د دریو مهمو لوبغاړو دی چې کلیدي رول یې لوبولی دی، مجیب الرحمن، جوی بورنز او جوی ډانلي هغه درې لوبغاړي دي چې د هیټ لوبډلې لپاره يې لوبډله کې کلیدي رول لوبولی دی او دا لوبډله یې بریا ته رسولې ده.

تیره ورځ هم همدې درې لوبغاړو دغه لوبډله بریا ته ورسوله دې لوبه کې بورنز ۵۲ ډانلي ۵۰ او مجیب الرحمن بیا د ۲۶ منډو په ورکولو سره دوه مهمې ویکټې واخستې چې دا لوبډله یې بریالۍ کړه، همداراز له دې مخکې هم مجیب د هیټ بریا کې ډیر قیمتي لوبغاړی حساب شوی و چې یوه لوبه کې یې پنځه ویکټې اخستې وې.
د یادونې ده چې د بیګ باش لیګ په سیالیو کې نن هم یوه لوبه کیږي چې دا لوبه د راشد خان او محمد نبي د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، د محمد نبي سره په لوبډله کې بل افغان لوبغاړی نوراحمد هم شتون لري چې د میلبرون رینګارډز لپاره لوبه کوي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې