نړیوال کریکټ

شعیب اختر: محمد اصف ای بي ډویلرز په یوه لوبه کې په ژړا کړی و

د پاکستان پخواني تیز توپ اچوونکي ادعا کړې چې ای بي ډیویلرز په یوه لوبه کې له پاکستاني محمد اصف سره مخ شوی و او هغه یې په ژړا کړی و، نوموړي په دې ډول ای بي ډیویلرز کمزوری بللی دی او د خپل پاکستاني توپ اچوونکي محمد اصف ستاینه یې کړې ده، هغه محمد اصف له وسیم اکرم او بومرا تیز توپ اچوونکی یاد کړی دی.

شعیب اختر ویلي ما یقیناً داسې توپ وهونکي لیدلي چې له محمد اصف سره په مخامخ کیدو یې ژړا ته نږدې کړي و ځکه هیڅ ډول ترې هغه توپ وهنه نه شوه کولای، نوموړی وایي ما ای بي ډیویلرز ولیده چې داسیا د ټیسټ لوبو د اتلولۍ په جریان کې یې له محمد اصف څخه ژړل او توپ وهنه یې نه شوه کولای.
شعیب اختر دا څرګندونې له “نن نیوز” سره په مرکه کړي دي خو د نوموړي د خبرو په اړه تراوسه ای بي ډیویلرز هیڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې