نړیوال کریکټ

سوراب ګنګولي ښه شوی او ژر به له روغتون څخه رخصت شي

سوراب ګنګولي د سینې د درد او تکلیف له امله د کلکتې په ووډلینډ روغتون کې بستر و اوس تازه راپورونه خپاره شوي چې نوموړی به له روغتون څخه رخصت شي ګنګولي د جنورۍ په دوهمه ناروغ و او د ډاکټرانو په هدایت بستر شوی و.

د روغتون ویاندویانو ویلي چې د هغه په شریانونو کې ستونزه وه او هغه به له رخصتیدو وروسته بیا هم په کې د ډاکترانو تر څارنې لاندې وي د نوموړي روغتون مشر ډاکټر روپالي باسو ویلي چې ” هغه سره مو خبرې وکړې، هغه مو ولیده، سهار یې چای وڅکه اوس هغه صحتمند ښکاري ځکه موږ د متخصصو ډاکترانو پر مټ د هغه معاینات وکړل اوس ښه شوی دی”

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې