دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریلانکا د جنوبي افریقا څخه مسلسلې ماتي وخوړلي، دوی د لوبو بایللو ترڅنګ سیریز هم له لاسه ورکړ

د سریلانکا او جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دوهمه ټيسټ لوبه پای ته ورسیدله، دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه مېلمه لوبډلې سریلانکا وکړه او په لومړي اننګز کې یې یوازي ۱۵۷ منډې ترلاسه کړي، جنوبي افریقا په خپل کوربتوب په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۲ منډې جوړي کړي چې پکې ایلګر خطرناکه سلیزه هم جوړه کړه.


سریلانکا په ځوابي توپ وهنه کې یو ځل بیا د جنوبي افریقایي چټکو بالرانو ښکار شوه او خپله ټوله لوبډله یې په ۲۱۱ منډو کې له لاسه ورکړه، جنوبي افریقا ته په لومړي اننګز توپ اچونه کې اینریچ نارټ جي ۶ مهم لوبغاړي وسوځول او په دوهم اننګز کې بیا د افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي نیګيډي څلور، لوټو سیمپلار درې او اینریچ بیا دوه ویکټې ترلاسه کړي، د سریلانکا ورکړل شوی د ۶۷ منډو هدف افریقا لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ، یاده دې وي چې افریقا کرکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ ټيسټ لوبه کې هم بریا ترلاسه کړی وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې