دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ په تاریخ کې به نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا سره د ټیسټ فارمټ په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړي

د کرکټ نړیوالې لوبډلې زیات وخت د غوره لوبو ورسته کوښښ کوي ترڅو د آی سي سي یاهم د کرکټ نړیوالې شورا سره لومړي مقامونه په نړیواله درجه بندۍ کې خپل کړي.


اوس د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله چې د کرکټ په تاریخ کې له تراوسه په دې نه ده توانیدلي چې لومړی مقام په ټيسټ فارمټ کې ترلاسه کړي، خو اوس هغه وخت رارسیدلی چې نیوزیلینډ د کین ویلیمسن په لوبډلمشرۍ کې د لومړي ځل لپاره د خپل کرکټ په تاریخ کې دا ویاړ نیوزیلینډ لوبډلې ته ورکړي د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په ټیسټ لوبو کې اوس مهال استرالیا لوبډله د ۱۱۶ نمرو په درلودلو سره لومړی مقام له ځانه سره لري، که چيرته نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د پاکستان څخه لوبه وګټې او یایې مساوي کړي نو استرالیا کرکټ لوبډله د لومړي مقام څخه دوهم مقام ته ورګوزارولی شي، یاده دې وي چې کین ویلیمسن د خپلې بهترینې توپ وهنې پرمټ وشو کولای استرالیایي سټیو سمیت له لومړي مقام څخه ګوښه او ځان دې مقام ته ورسوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې