افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

درې پنځوس اوریزې لوبې په عمان کې نه بلکي په متحد عربي اماراتو کې ترسره کیږي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د ایرلینډ سره د نړیوال جام د سوپر لیګ درې پنځوس اوریزې لوبې په متحد عربي اماراتو کې د شیخ زاهد پر نړیوال لوبغالي ترسره کوي، مخکې داسي ویل شوی و چې افغانستان به نن د دې درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره عمان ته سفر وکړي چې پرون یې د دې هیواد ویزې هم ترلاسه کړي وي.


د کریک بز د راپور پر اساس افغانستان کرکټ بورډ هغه وخت خپل پلان بدل کړ کله چې ایرلینډ کرکټ بورډ او لوبډلې یې د عمان هیواد د تګ څخه انکار وکړ، یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د عمان هیواد پرځای متحد عربي اماراتو ته د ۹ میاشتني ځنډ وروسته خپل لومړنی رسمي سفر ترسره کړي او د جنورۍ په ۱۹ نېټه به خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د مېلمه ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې