دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جوسټین لانګر : امکان شته چې په درېمه ټيسټ لوبه کې ډيویډ وارنر بیرته لوبډلې ته راستون شي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جوسټین لانګر په یو بیان کې ویلي، زه ډېر باوري یم چې ډیویډ وارنر به بیرته لوبډلې ته راستون شي او دا به ډېر وخت ته اړتیا ونلري زه هيله مند یم چې هغه به په سیډني نړیوال لوبغالي کې ولیدل شي، که څه هم ډيویډ وارنر د یوکال راهیسي ټيسټ لوبو کې نه دی لیدل شوی خو بیاهم زه د هغې په استعداد باور لرم چې هغه په لوبغالي کې ډېر ښه پاتي کیدلی شي،


یاده دې وي چې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته د ډیویډ وارنر نشتون سخت تاوان وکړ دوی په لومړۍ سیالۍ کې هندوستان ته شرمونکې ماتي ورکړه او په دوهمه سیالۍ کې بیا هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د کوربه لوبډلې څخه د اجینکا ریحاني په لوبډلشمر کې خپل غچ واخیست.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې