دلوبغاړو په اړه

بیګ باش لیګ: مجیب له راشد خان سره حساب برابر کړ

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ سیالیو کې هره ورځ لوبغاړي نوې کارکردګۍ کوي او تر نورو لوبغاړو ښه ثابت کیږي خو په دې سیالیو کې افغان له افغان سره حساب برابر کړ، د بریسبڼ هیټ لوبډلې مخکښ سلو توپ اچوونکي مجیب الرحمن له بل افغان لوبغاړي راشد خان سره د ویکټو اخستو حساب برابر کړ.

مجیب الرحمن د بریسبڼ هیټ لپاره په شپږو سیالیو کې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړي دي چې له ده وړاندې بل افغان راشد خان هم یوولس ویکټې ترلاسه کړې وې راشد خان تر پرون ورځې لومړی مقام کې و خو نن له لومړي مقامه شپږم مقام ته لویدلی دی او مجیب بیا له دې مخکې په پنځم مقام کې دی.
د یادونې ده چې په بیګ باش لیګ کې د پنځه افغان لوبغاړو ترڅنګ ډیر بهرني لوبغاړي اخستل شوي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې