دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اډیلایډ سټریکرز میلبورین لوبډلې ته ماته ورکړه

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن ۲۹ تمه لوبه هم ترسره شوه دې لوبه کې لومړی توپ وهنه اډیلایډ لوبډلې وکړه او په ټاکلي شل اورنو کې ۱۷۱ منډې ترلاسه کړي چې پکې جیک نېمه سلیزه او ریان ګیبسن، بیا ۴۳ ارزښتناکې منډې جوړي کړي.

د اډیلایډ سټریکرز لوبډلې ورکړل شوی هدف میلبورین رینګاډز لوبډلې پوره نکړ او سیالې سیالي لوبډلې ته په ۶۰ منډو وبایلله، د میلبورین لوبډله کې محمد نبي عیسی خيل څلورو اورونو کې ۳۲ منډې ورکړي او یوه ویکټ یې واخیسته نوموړي په توپ وهنه کې په ۱۶ توپونه ولوبول او یوازي ۷ منډې یې ترلاسه کړي او خپله ویکټ یې سوکه توپ اچونکې اشټن اګر ته وبایلله، همداشان د میلبورین بل ګډون وال افغان چینامین نور احمد لکڼوال په درې اورونو کې ۲۳ منډې ورکړي خو په ویکټ اخیستلو بریالی نشو، یاده دې وي چې د اډیلایډ لوبډلې لپاره بیا افغان ګوګلي ماسټر راشد خان یوه ویکټ واخیسته او په څلورو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې