افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډله د رسمي درې نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره د مرکز کابل څخه د متحد عربي اماراتو په لور وخوځیدله

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د متحد عربي اماراتو په لور وخوځیدله، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ایرلینډ لوبډلې هم په دي خوښې ښودلي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د عمان پرځای متحد عربي اماراتو ته سفر راکوي،


یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپل کوربتوب د ایرلینډ سره درې پنځوس اوریزې لوبې په متحد عربي اماراتو کې د شیخ زاهد پر نړیوال لوبغالي ترسره کړي، افغانستان کرکټ بورډ دوه اونۍ وړاندې یوه پنځه ویشت کسیزه لوبډله له مرکز کابل څخه ننګرهار ته راوستلوه چې پکې له هغې څخه ۱۶ لوبغاړي د راتلونکو سیالیو لپاره غوره شو چې پکې د اضغر افغان تر لوبډلمشر لاندې، حشمت شهیدي، رحمن الله ګربز، عثمان غني، جاويد احمدي، رحمت شاه، نجیب ځدران، محمدنبي، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، مجيب الرحمن، راشد خان، يمين احمدزی، نوین الحق، سید شیرزاد، او شرف الدین اشرف شامل لوبغاړي و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې