ولایتي سیالۍ

چمپین ټراپي سیالۍ: د حشمت نیازي د درېو ویکټو په مټ Jcc لوبډلې مهترلام ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې وکړه

د چمپيېن ټرافي سیالیو په دوهمه لوبه کې Jccلوبډلې د پنځو ويکټو په مټ مهترلام ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، په لوبه کې لومړی توپ وهنه د مهترلام ښاروالۍ لوبډلې وکړه، د نهو لوبغاړو په سوځيدو يې په ۲۵ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف په مخ کې کېښود، د ښاروالۍ لپاره په توپ وهنه کې عاقب تر نور لوبغاړو ښه وځليد او ۳۶ منډې يې تر لاسه کړې، د Jcc له لوري قاري جواد، سیر عادل، امان الله، بریال، یو ، یو او حشمت نیازي درې مخکښ لوبغاړي وسوځول.

په دوهم اننګز کې Jcc لوبډلې ټاکل شوی هدف د ملیار خان د ۴۷ منډو په مټ د لوبې په ۲۳تم اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ، او په پنځو ویکټو يې ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، د Jcc له لوري حشمت چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي يې سوځولې ول د غوره لوبغاړي جایزه یې تر لاسه کړه.
یاده دې وي چې د لغمان د کرکټ بورډ له لوري د اتو هغو لوبډلو تر منځ دغه سیالۍ په لاره اچولې، چې په انټرکلب سیاليو کې ښه ځليدلې ول، چې شاوخوا اووه ورځې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې