دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندوستان هم د پاکستان پڅیر برخلیک سره مخ دی

په پام کې ده چې استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۷ نېټه خپله درېمه ټیسټ لوبه د استرالیا په کوربتوب ترسره کړي، د معلوماتو پر اساس دا سیالۍ د استرالیا په سیډني لوبغالي کې ترسره کیږي چې په بریسبین کې دی اوس تازه د بریسبین د روعتیا وزیر خبر ورکړی که هندوستان کرکټ ملي لوبډله د قرنطین اصول نه عملي کوي نو نه دي راځي، بل پلو بیا هندۍ لوبډله وایې داڅه معنا لري چې لوبغاړي دي د لوبو وروسته قرنطین کیږي سره د دې چې مونږ هېڅ مثبته پایله نلرو، د استرالیا نندارچیان په ازادانه ډول لوبغالي ته راځي او له لوبو خوند اخلي مونږ سره دا چلند داسي دی لکه په کوم پارک کې چې د ځناورو سره کیږي.


یاده دې وي چې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ ټيسټ لوبه کې هندۍ لوبډله د شرمونکې ماتي سره مخ کړه خو په دوهمه لوبه کې بیا هندوستان د استرالیا څخه د خپلې لومړنۍ لوبې غچ واخیست.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې