دلوبغاړو په اړه

هغه اته لوبغاړي چې په بیګ باش لیګ کې ترټولو زیاتې پیسې اخلي

بیګ باش لیګ د کریکټ په نړۍ کې له ای پي ایل وروسته د نړۍ یو ستر تجارتي لیګ دی، دغه لیګ سږ کال د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په لسمه پیل شوی دی او د ۲۰۲۱ کال د فبروري تر شپږمې به دوام وکړي، دې لیګ ته د اسټرالیا داخلي او بهرني لوبغاړي غوره شوي دي چې هر لوبغاړي پکې بیل بیل قیمت لري او د مختلفو لوبډلو لخوا پلورل شوي دي.

خو هغه ۸ لوبغاړي چې په دې لیګ کې نظر نورو ته ډیرې پیسې اخلي استرالیاوی اپ سپینر ناتن لیون دی چې 195,600$ ډالر اخلي، اشتون اګر 197,900$ افغان لوبغاړی راشد خان 198,800$, الیکس کیري 199,600$ کریس لین 202,000 مارکوس ټونیس 227,900$ انډریو ټای 246,800$ او ډي ارسي شارټ تر ټولو زیاتې 258,900$ ډالر اخلي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې