دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټیو سمیت او ویراټ کوهلي ته د کین ویلیمسن اخطار!

د نیوزیلینډ د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبډلمشر یوځل بیا د پاکستان خلاف سلیزه جوړه کړه او لاهم هڅه کوي ترڅو په لومړي اننګز کې غبرګې سلیزې ترلاسه کړي، د کرکټ پوهان بیا وایې که کین ویلیمسن په روانه دوهمه ټيسټ لوبه کې غبرګې سلیزې جوړې کړي نو د ۲۰۲۱ م کال ترټولو نامتو او غوره لوبغاړی به وي، نوموړي د ویسټ انډیز راوروسته اوس په پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سخت فشارونه راوستي او نوموړی لکه د دیوال پشان د پاکستاني چټکو بالرانو مخه کوي.


یاده دې وي چې کین ویلیمسن په اوسني وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا سره په لومړي مقام کې ځای لري دا مقام د ډېره وخته د استرالیایي سټیو سمیت سره و، د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ روانه لوبه کې تراوسه نیوزیلینډ د درې ویکټو په نقصان ۲۸۶ منډې ترلاسه کړي او درې ویکټې یې له لاسه ورکړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې