لیګونه

راشد خان په بیګ باش لیګ کې مخکښ توپ اچوونکی دی

افغان لوبغاړی راشد خان چې په بیګ باش سیالیو کې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبیږي ددې لوبډلې او د ټول بیګ باش مخکښ توپ اچوونکی دی، راشد تراوسه له سټرایکرز لوبډلې سره په اوه سیالیو کې لوبیدلی دی او یوولس ۱۱ ویکټې یې ترلاسه کړي چې تراوسه د سږني کال بیګ باش لیګ مخکښ توپ اچوونکی دی.

راشد خان د بیګ باش د لسو غوره توپ اچوونکو په لیست کې لومړی ځای لري له ده وروسته بین ډوارشیس، اګر هغه لوبغاړي دي یوولس یوولس ویکټې یې ترلاسه کړي او په ترتیب سره یو په بل پسې ځای لري، بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن هم د لسو غوره توپ اچوونکو په لیست کې لیدل کیږي چې نوموړي د بریسبڼ هیټ لپاره په ۵ لوبو کې زیاتې ۹ ویکټې اخستي چې غوره ریکارډ هم لري

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې