لیګونه

د ۲۰۲۱ کال بیګ باش لیګ مخکښ منډې جوړوونکي دلته وپيژنئ

د بیګ باش سیالیو کې ډیرو داخلي او بهرنیو لوبغاړو ځانونه ثابت کړي دي زیاتو لوبغاړو د ویکټو ریکارډ جوړ کړی، ډیرو نورو ښه ډګر ساتنه کړې او یو شمیر نورو بیا د بیګ باش لیګ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي هغه لوبغاړي چې په دې لیګ کې مخکښ منډې جوړوونکي دي د لسو مشهورو لوبغاړو په لیست کې هیڅ افغان لوبغاړی نه لیدل کیږي.

دې سیالیو کې مخکښ منډې جوړوونکی د سیډني سکسزرس لوبډلې بیټس مین جي ار پیلپي دی چې ددې لوبډلې لپاره یې ۲۶۱ منډې جوړې کړي دي او لومړی مقام لري دوهم بیا اسټرالیاوی ګلین مکسویل دی چې د میلبرو سټارز لوبډلې کپټان هم دی او د ۲۴۹ منډو په جوړولو سره دوهم ځای لري، همداراز مارش، کولن انګرام، فرګوسن یو په بل پسې په ترتیب سره قرار لري

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې