دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ د نړۍ مشهوره الراونډره ايلیس پیري : د کرکټ د هر پرمختګ ترشا مې د پلار لاس دی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مشهوره الراونډرې ایلیس پیري په یو بیان کې ویلي، دا چې د کرکټ نړیوالې شورا څخه مې جایزې واخیستي دا مې د پلار د هڅو برکت دی، زه ډېر کله د خپل پلار سره تمرینات کوم او هغه راسره ډېرې هلې ځلې کوي، زه مې د خپل پلار هڅونې ستایم ځکه ماسره یې ډېره خواري کړي، دا مې د پلار اوزما لپاره ویاړو و چې زه په ښځینه لوبغاړو کې د یوې لسیزې غوره لوبغاړی شوم،


ایلیس پیري د کرکټ په نړۍ کې د ښځينه مخکښو الراونډرانو څخه ده چې ډېر کله یې د استرالیا لپاره غوره توپ اچونه او توپ وهنه ترسره کړی ده، هغه د ښې لوبې ترڅنګ ښکلې او ځلاداره څيره هم لري چې ډېر کله یې د لوبې پر وخت د لیدونکو پام ځان ته راړولی وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې