لیګونه

بیګ باش لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي

د اسټرالیا هېواد د کریکټ په تجارتي لیګ کې نن هم دوه لوبې ترسره کیږي لومړۍ لوبه د هوبارټ هورکینز او میلبرون ستارز لوبډلو ترمنځ کیږي چې ددې سیالیو ۲۷ مه لوبه وي

او دوهمه لوبه بیا سیډني ټونډر او د بریسبڼ هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې ددې لیګ ۲۸ مه لوبه به وي، بریسبڼ هیټ هغه لوبډله ده چې افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم ورسره لوبیږي او ددې لوبډلې لپاره ډیر ښه ثابت شوی دی آن چې یوه لوبه کې یې پنځه ویکټې واخستې، همداراز په دې سیالیو کې پنځه افغان لوبغاړي اخستل شوي چې د مجیب ځدراڼ، راشد خان ارمان، محمد نبي عیسی خیل، ظاهر خان او نوراحمد ټول یې تراوسه ښه ځلیدلي دي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې