دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ : دا ډېره سخته وه چې مونږ مشرفي مرتضا د راتلونکې سیریز څخه ګوښه کړ

په پام کې ده چې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې میاشتې په شلمه نېټه د ویسټ انډیز پروړاندې خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه په ډاکه لوبغالي کې ترسره کړي د دې لوبې لپاره نن بنګله دیش کرکټ بورډ ۲۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې د مشرفي مرتضا نوم د لومړي ځل لپاره ونه لیدل شو.


بنګله دیش کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي، دا زمونږ لپاره ډېره سخته وه چې مشرفي له سکواډ څخه لري کړو، مونږ بله لاره نلرو د مشرفي وروستیو لوبو ته په کتو هېڅ راز ښه نتیجه نلري نو پر همدي موخه مو د پنځوس اوریزو او دوه ټیسټ لوبو څخه د ټیم نه لرې کړ، یاده دې وي چې بنګله کرکټ لوبډله به د جنورۍ په شلمه، ۲۲، او ۲۵ نېټه د ویسټ انډيزکوربتوب په ډاکه کې وکړي، او د دې ترڅنګ به لومړۍ ټیسټ لوبه په چټاګروم، او دوهمه ټيسټ لوبه به بیرته په ډاکه لوبغالي کې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې