نړیوال کریکټ

ډیل سټین ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو څخه بهر شو

د جنوبې افریقا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي چټک بالر په دې وروستیو کې د کریکټ لوبې څخه د یو څه وخت لپاره د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده، چې پر همدې اساس یې یو ټوېټ هم کړی دی، چې په ټوېټ کې یې ویلي دي، چې نوموړی نه غواړي سږ کال د آی پي ایل سیالیو په ۱۴ م پړاو کې ولوبېږي.

ډیل سټین چې په هند ستر سوداګرېز کریکټ لیګ کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه دی او د وېرات کوهلي تر کیپتانۍ لاندې لوبیده. سټین همدغه راز ویلي دي، چې هغه غواړي د یو څه مودې لپاره له کریکټ سیالیو څخه تقاعد اعلان کړي، چې پر همدې اساس نه غواړي سږ کال آی پي ایل لوبو کې ولوبېږي.

د یادولو وړ ده چې سټین لا له وړاندې له ټېسټ فارمیټ څخه مخښه اخیستې ده، خو د یادولو وړ ده چې ډیل سټین په ټېسټ کریکټ کې د خپلې لوبډلې لپاره زیاتو ویکیټو اخیستو ریکارډ له ځان سره ساتلی دی. نوموړي د جنوبې افریقا لوبډلې لپاره ټېسټ فارمیټ کې ۴۳۹ لوبغاړي سوځولې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې