نړیوال کریکټ

پراګیان اوجھا: اشوین د هندوستان د ټیسټ لوبډلې د توپ اچونې کپټان دی

پخواني هندي سلو توپ اچوونکی پراګیان اوجها وایي چې د هندۍ لوبډلې اوسنی سلو توپ اچوونکی رويچندرا اشوین د توپ اچونې لوبډل مشر دی هغه په دې ډول د اشوین ستاینه کړې او ویلي یې دي چې اشوین د هندوستان لپاره د نړۍ په هر میدان کې ښه لوبه کړې او ښه ثابت شوی دی.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې هندۍ لوبډله د ویرات کوهلي په نه شتون کې لګیا ده اسټرالیاوۍ لوبډلې سره ټیسټ لوبې کوي چې جسپریټ بومرا او اشوین په کې د توپ اچونې په برخه کې ښه دنده ترسره کړې او خپل مسولیتونه یې ادا کړي دي او ډیر ویکټ اخستونکي حسابیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې