دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان خپله ټوله لوبډله په ۲۹۷ منډو کې له لاسه ورکړه

د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ په دوهمه ټیسټ لوبه کې نن په لومړنۍ ورځ پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د اظهر علي د ۹۳ او محمد رضوان د ۶۱ منډو پرمټ ۲۹۷ منډې جوړي کړي.


که چیرته پاکستان نیوزیلینډ لوبډله د ډېرو منډو څخه منع کړي نو شاید په روانه سیالۍ کې د یوې ماتې وروسته بریا ترلاسه کړي اظهر علي په دې تړاو ویلي، مونږ ډېر ښه مخ ته لاړو او نن ورځ زمونږ لپاره ځانګړي وه، بل پلو د نیوزیلینډ چټک بالر کایل جیمسن بیا وایې، پاکستان کرکټ لوبډله نن ښه مخ ته لاړه دوی د چټکو بالرانو مقاومت وکړ خو بیا هم دا به وروسته معلومه شي چې زمونږ توپ وهونکې کوم ډول پیل ترسره کوي، یاده دې وي چې نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د ځانه سره په توپ وهنه کې خورا مشهوره لوبغاړي لري چې د پاکستاني بالرانو خلاف په سړه سېنه کرکټ ترسره کولای شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې