دلوبغاړو په اړه

هندي لوبغاړو ځانته سخت جنجال جوړ کړی دی

هندۍ لوبډله چې اوس مهال په اسټرالیا کې ده او هلته د اسټرالیا لوبډلې سره د وروستیو ټیسټ لوبو سیالۍ کوي، د جنورۍ په لومړۍ نیټه یې ځینې لوبغاړو ځان ته جنجال کتلی دی او اوس تر جدي تعقیب لاندې دې روهیت شرما، ریشب پینټ، شبمن ګیل، نودیپ سایني او پریټوي شاه هغه لوبغاړي دي چې د نوي کال په ورځ یې په رستورانټ کې ځانته جنجال کتلی دی.

هرڅه وروسته له هغې شوي چې د نوالدیپ سینګ په نوم د کریکټ یو مینه وال له دوی سره په هوټل کې یوه ګډه ویډیو خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي چې له دوی سره مې ډوډۍ وخوړه ریشب سره مې غاړه ورکړه همدې ویډیو دوی ته یې جنجال کتلی دی.
اوس د بي سي سي ای او د اسټرالیا کریکټ ادارې ددې موضوع په اړه پلټنې پیل کړي دي او دواړه پر دې غور کوي چې له روحیت سره څلور نورو لوبغاړو چې هوټل ته تللي و شاید نورو خلکو سره هم کتلي وي نو د کرونا ویره به ولري ځکه خو اوس دوی ټول په انزوا کې دي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې