افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د وروستیو معلومات له مخي افغان کرکټ ملي لوبډله د سي شنبې په ورځ عمان ته سفر کوي

په پام کې ده چې افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۱۹، ۲۱، او ۲۳ نېټه د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړي، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیره ورځ د دې سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې د یو شمیر مخکښو لوبغاړو نومونه ونه لیدل شو چې ښه مثال یې شهزاد محمدي او نورعلي ځدران و.


د کرکټ بورډ د معلوماتو پراساس دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب په عمان هیواد کې ترسره کیږي، یاده دې وي چې ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله اوس مهال په متحد عربي اماراتو کې خپل تمرینات ترسره کوي او د همدي میاشتې په اتمه نېټه به د کوربه اماراتو پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې