دلوبغاړو په اړه

د بیګ باش سیالیو تر ټولو ځوان لوبغاړی نن ۱۶ کلن شو

د افغان کریکټ تر ټولو ځوان او با استعداده لوبغاړی نوراحمد لکڼیوال نن ۱۶ کلن شو او د افغانستان کریکټ بورډ هم مبارکي ورکړې ده، نور احمد لکڼیوال د افغانستان دی او د ۱۹ کلنو لوبډلې غړی دی نوموړی سلو توپ اچوونکی دی او اوس د اسټرالیا هېواد په ستر تجارتي لیګ کې هم اخستل شوی دی او ددې لیګ تر ټولو ځوان لوبغاړی شمیرل کیږي.

نوراحمد نن ۱۶ کلن شو دی له نن څخه شپاړلس کاله وړاندې د ۲۰۰۵ کال د جنورۍ په دریمه زیږیدلی دی، د افغانستان لپاره په ۱۹ کلنو، شپږیزه، لیسټ ای فرست کلاس سیالیو کې لوبیدلی چې د خپلې وړتیا له امله یې نړیوال شهرت هم موندلی دی او د استرالیا هېواد په بیګ باش سیالیو کې هم لوبیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې