افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

د بهترینه توپ اچونې پرمټ راشد بیا هم خپله لوبډله بریا ته ونشوه رسولی

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن ۲۶ لوبه هم ترسره شوه، دې لوبه کې ټاس اډیلایډ لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکلي شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په نقصان ۱۵۰ منډې وکړي او د ۱۵۱ منډو هدف یې سیډني سیکسرز لوبډلې ته ورکړ.

سیډني لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره پوره کړ او اډیلایډ لوبډلې ته یې سخته ماته ورکړه، دې لوبه کې که څه هم راشد ارمان ترټولو غوره توپ اچونه وکړه خو لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی، نوموړي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړي او درې مهم لوبغاړي یې وسوځول یاده دې وي چې تیره ورځ بل افغان سوکه توپ اچونکې مجیب الرحمن پنځه ویکټې واخیستي او هیټریک یې هم ترسره کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې