دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جنید خان: پاکستانی شاهین افریدی له جسپریټ بومرا ښه دی

د پاکستان ښي لاسي تیز توپ اچوونکي جنید خان پر ټویټر د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، له نوموړي څخه د ټویټر پر پاڼه پوښتنه شوې چې د هندي جسپریټ بومرا او د پاکستاني شاهین افریدي ترمنځ یو تیز توپ اچوونکی انتخاب کړي، د حیرانتیا خبره داده چې خان په حیرانوونکې توګه د پاکستاني شاهین افریدي نوم لیکلی دی.

نوموړي داسې مهال د افریدي یادونه کوي چې جسپریټ بومرا د ډیرو تیزو توپ اچوونکو له ډهلې څخه دی او د کریکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې دریم ځای لري، بومرا ۲۷ کلن دی او د همدۍ لوبډلې سره په ۲۰۱۶ کال کې یوځای شوی دی ترڅو د هندوستان لپاره یو له خطرناکو توپ اچوونکو څخه شمیرل کیږي.

له بلې خوا شاهین افریدی شل کلن دی او د پاکستان لپاره یو له تیزترینو توپ اچوونکو څخه شمیرل کیږي او پاکستانۍ لوبډله ډیره تکیه پرې کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې