نړیوال کریکټ

ایان چپیل: اجینکا ریحاني د زړورتیا او رهبرۍ لپاره پیدا شوی دی

د اسټرالیا کریکټ لوبډلې پخوانی کپتان ایان چپیل وایي چې اجینکا ریحاني د زړورتیا او رهبرۍ لپاره زیږیدلی دی او یو غوره رهبر دی، نوموړي د ریحاني ستاینه کړې او زړور شخص یې بللی دی، هغه ویلي چې ریحاني د ویرات کوهلي په نه شتون کې لوبډله کې غوره بدلون راوستی او ښه رهبري کوي.

ایان چپیل وایي چې” اجینکا ریحاني زړور، هوښیار، تکړه او د کریکټ ټیمونو د رهبرۍ لپاره زیږیدلی دی او د اسټرالیا پر خلاف ښه رهبري کوي لګیا دی” نوموړی همداراز وایي چې دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده ریحاني کولای شي هر وخت رهبري وکړي او لوبډله بریا ته ورسوي.
چپیل دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې ویرات کوهلي له لوبډلې سره نشته او ریحاني دده پرځای د هندۍ لوبډلې مشري پر غاړه لري او لوبډله یې ښه رهبري کړې

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې