افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

انډریو بلبرني: مونږ کوشش کوو، چې افغانستان ته په درې واړو لوبو کې ماتې ورکړو

د افغانستان او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ د ای سي سي د سوپر لیګ درې یو ورځنۍ لوبې پر لار اچول شوې دي. چې دا لوبې به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په کوربتوب ترسره شي.

دغو لوبو ته دواړو کریکټ لوبډلو نوملړونه اعلان کړې دي. او دواړه کریکټ لوبډلې پر چمتووالې بوختې دي، ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات په متحده عربي اماراتو کې پیل کړې دي او افغان کریکټ ملي لوبډلې بیا خپل تمرینات په ننګرهار ولایت غاز امان الله خان کریکټ لوبغالي کې پیل کړې دي.

خو د دغو لوبو له پیلیدو وړاندې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر انډریو بلبرني ویلي دي، چې دوی هیله لري افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ته به په درې واړو پنځوس اورېزو سیالیو کې ماتې ورکړې. بلبرني زیاته کړه، زمونږ هدف دا دی، چې د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو کې ښه کارګردګې ترسره کړو، نو پر همدې بنسټ مونږ ښو لوبو ته اړتیا لرو او زمونږ لوبډله یوه ځوانه لوبډله ده، چې ښیې سیالۍ به نندارې ته وړاندې کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې