افغانستان کریکټ

افغان لوبغاړو د دوبۍ ویزې تر لاسه نکړې دا سیرېز به عمان کې ترسره کېږي

ټاکل شوې ده چې افغانستان کریکټ ملي لوبډله د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې کوربتوب ترسره کړي چې افغان کریکټ بورډ تمه لرله چې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې، خو له بده مرغه چې متحده عربي اماراتو پر نړیوالو پروازنو محددیتونه ولګول چې له امله یې د ایرلنډ کوربتوب اوس په یاد هېواد کې نه ترسره کېږي.

افغان کرېکنفو ته د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ چې دا لوبې به اوس د متحده عربي اماراتو پر ځای د افغان لوبډلې په کوربتوب عمان هېواد کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده، چې ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات په متحده عربي اماراتو کې پیل کړې دي او د جنورۍ له اتمې نیټې څخه به تر جنورۍ ۱۴ مې نیټې پورې د یوناټیډ عربي امارات کریکټ لوبډلې سره پر لوبو بوخته وي.

چې د دغو لوبو له پایته رسېدو وروسته به بیا له افغان کریکټ ملي لوبډلې سره د جنورۍ له ۱۸ مې نیټې څخه د جنورۍ تر ۲۳ مې نیټې پورې پر لوبو بوخته وي. له بلې خوا داسې ګنګوسې هم شته دی، چې افغان لوبډلې د عمان هېوا ویزې هم ترلاسه کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې