دلوبغاړو په اړه

افتاب عالم: زه به پر خپلو نیمګرتیاو ډېر کار وکړم

د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی او د کریم صادق ورور افتاب عالم وایي چې زه به پر خپلو نیمګړتیاو زیات کار وکړم ترڅو بیرته د ملي لوبډلې غړی شم نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې تیره ورځ د افغانستان کریکټ بورډ د ایرلینډ پر خلاف شپاړلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې افتاب عالم په کې نه دی اخستل شوی.

افتاب د لوبډلې تر اعلانیدو وروسته پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ولیکل ” د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلېنډ په وړاندې لوبډله اعلان کړه، د کرکټ له مېنوالو هیله کوم چې خپل اتلان د تل په څېر پخپلو ارزښتمنودعاوو کې یاد وساتي، او زه به هم انشاالله پوره کوشش کوم چې پخپلو نېمګړتیاوو کار وکړم او بېرته د کرکټ د ملي ټیم برخه شم”
افتاب عالم له خپلو مینه والو غوښتي چې د کریکټ لوبغاړو ته دعاوې وکړي مګر د افتاب تر څنګ یو شمیر نورو لوبغاړو بیا پر کریکټ بورډ نیوکې کړي چې په لوبډله کې نه دي اخستل شوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې