دلوبغاړو په اړه

اشتون اګر له بیګ باش سیالیو څخه بهر شو

د پریټ سکارچرز لوبډلې الراونډر لوبغاړی اشتون اګر د اسټرالیا هېواد د تجارتي لیګ بیګ باش څخه بهر شو، د نوموړي د بهر کیدو لامل د هغه ټپونه ښودل شوي دي، راپورونه وایي چې اشتون اګر زخمي شوی دی ځکه نه شي کولای لوبه وکړي نو له دې سیالیو بهر شو، د ټپي کیدو سره هغه له شل اوریزه سیریز هم بهر شو.

راپورونه وایي چې نوموړی به د جنورۍ تر وروستیو پورې په همدې حال کې وي او بیرته جوړیدل به یې ډیر وخت ونیسي چې شاید د یوې میاشتې په جریان کې لوبو ته راوګرځي.
اشتون استرالیاوی کریکټر دی چې کولای شي د لوبو په هر فارمټ کې ولوبیږي، دی زیات وخت د استرالیا په کورني کریکټ کې د غربي استرالیا لپاره لوبه کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې