ولایتي سیالۍ

په لغمان کې د اتو لوبډلو تر منځ د چمپیېن ټرافي سیالۍ پيل شوې

نن په لغمان کې د اتو لوبډلو تر منځ د چمپيېن ټرافي تر سر ليګ لاندې د کرکټ ۲۵اوريزې سیالۍ پيل شوې، د یادو سیاليو د پيل په مراسمو کې د ختيځ زون د کرکټ بورډ رئيس میوند مجاهد، د لغمان د کرکټ بورډ مسؤل جمیل ستانکزي تر څنګ د کرکټ لوبغاړو او مینوالو ګډون کړی ؤ

د لغمان د کرکټ بورډ مسؤل جمیل ستانکزی وايي چې دا اته هغه لوبډلې دي چې په انټرکلب سیالیو کې ښه ځليدلې وې، او نن يې ورته د چمپيېن ټرافي تر عنوان لاندې ۲۵ اوریزې سیالۍ په لاره واچولې، چې شاوخوا اووه ورځې به دوام وکړي، نوموړی زیاتوي چې د دغو لوبو موخه او هدف لوبغاړي فعال ساتل، لوبغاړو ته تمرینات برابرول، او د لغمان منتخب ټيم ته ښه استعدادونه پيدا کول دي.

یاده دې وي چې د همدغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شفاء انسټیټیوټ لوبډلې د ۸۰ منډو په توپير لغمان زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د روان ټورنمېنټ لومړۍ لوبه يې په خپل نوم کړه، هیره دې نه وي چې عبدالخالق پشه يې د شفاء لپاره ۱۰۰ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې، چې د غوره لوبغاړي جایزه یې تر لاسه کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې