دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هغه ټپ چې بابر اعظم یې له وړاندې د شل اوریزو او ټیسټ سیالیو څخه ګوښه کړ، نوموړی په دوهمه ټيسټ لوبه کې هم نه لوبیږي

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر بابر اعظم په دوهمه ټیسټ لوبه کې هم نه لوبیږي نوموړی د بیا ځل لپاره تمریناتو ته راښکته شو خو بیا هم د ګوتې د سخت ټکان له وجې دوهمه ټیسټ لوبه کې نشي لوبیدلی، پاکستان کرکټ بورډ په خپره کړی اعلامیه کې ویلي، د بابر اعظم په نشتون کې به یو ځل بیا محمد رضوان لوبډلمشر وي ځکه بابر د ګوتې د ژور ټپ له امله لاهم سیالیو ته اماده نه دی.


یاده دې وي چې د شل اوریزو لوبو سیریز هم نیوزیلینډ ګټلی و او د ټیسټ لوبو د لړۍ څخه یې لومړی په خپله نفه تمامه کړي او د دوهمې سیالۍ لپاره به د روانې میاشتې په درېمه نېټه لوبغالي ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې