افغانستان کریکټ

فرهان یوسفزی: په اعلان شوې لوبډله کې مو تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی

د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي ریس فرهان یوسفزي ویلي چې د ایرلینډ په خلاف په اعلان شوې لوبډله کې یې تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی او موږ هر وخت ستاسو غوښتنو ته لببیک ویلی دی، نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان کریکټ بورډ نن د ایرلینډ لوبو لپاره د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې.
یوسفزي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې “ګرانوهیوادوالو!
تل مو ستاسو سالمو غښتنو ته لبیک ویلې،
پدې شپاړس ڪسیزه سڪواډ ڪې تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته چانس ورڪړل شوې،زه باورې یم چې بریازمونږه ده.”Farhan Yousufzai
افغانستان له ایرلینډ سره په لوبډله کې اضغر افغان لوبډلمشر، حشمت شهیدي، رحمن الله ګربز، عثمان غني، جاويد احمدي، رحمت شاه، نجیب ځدران، محمدنبي، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، مجيب الرحمن، راشد خان، يمين احمدزی، نوین الحق، سید شیرزاد، اوشرف الدین اشرف ته ځای ورکړی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې