افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

عثمان غني: ډیر خوښ یم چې د افغانستان ملې لوبډلې د سکواډ برخه یم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان پیلز توپوهونکي عثمان غني پردې خوښي څرګنده کړی، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لپاره په راتلونکي سکواډ کې یو ځل بیا غوره شویدی.

هغه پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي یو فوسټ کړي چې پکښې یې لیکلی، خوښ یم د دغه سکواډ برخه یم او د افغانستان لپاره يې د بریا هیله کړې.

افغان کرکټ بورډ نن شنبه د ایرلینډ په وړاندې دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

اعلان شوې لوبډله

اصغر افغان لوبډلمشر او په لوبډله کې رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف شامل دي.

يادولو وړ ده چې عظمت الله عمرزى په لومړي ځل په ملې لوبډله کې اخيستل شوى دى، نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې.
افغان کرکټ بورډ د یادو لوبو د کره نېټې په اړه خبر نه دی ورکړی، خو وايي په روانه جنوري میاشت کې به د افغانستان په کوربتوب متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې