دلوبغاړو په اړه

رحمان الله ګربز په لوبډله کې د شاملیدو په اړه خوښي ښودلې

افغان ځوان، با استعداده او ویکټ ساتوونکي بیټس مین رحمان الله ګربز د ایرلینډ په خلاف په لوبډله کې د شاملیدو په پار خوښي ښودلې، له افغان کریکټ بورډ او سیلیکشن کومیټې یې مننه کړې ده چې پر ده یې باور کړی دی، افغانستان کریکټ بورډ نن د ایرلینډ په خلاف ۱۶ شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې رحمان الله ګربز هم په کې شامل دی او د ویکټ ساتنې دنده به مخ ته وړي.

ګربز پر خپله فسبوک پاڼه خپله خوښي ښکاره کړې او لیکلي یې دي ” د رب ذوالجلال هزار بار شکر ادا کوم چی نن یی د افغانستان یو ورځينۍ لوبډلی حصه کړم او له خدایه غواړم چی د کرکټ بورد او سلیکشن کميټی او د خپلو مينوالو اعتبار وساتم او د دوی د باور مطابق د خپل ګران هیواد افغانستان لپاره د لاسته راوړنو ډک سفر ولرم، ستاسو ورور رحمن الله ګربز”
د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کیږي چې افغان کریکټ بورډ نن د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې دغه لوبډله اعلان کړه او لوبې به ددې میاشتې په ۱۸ اتلسمه به پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې