افغانستان کریکټ

د افغان لوبډلې پر اعلان شوي نوملړ ځینو لوبغاړو او د کریکټ مینه والو نیوکې کړي

افغانستان کریکټ بورډ نن د اضفر افغان تر مشرۍ لاندې د ایرلینډ پر خلاف ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه په دغې اعلان شوې لوبډلې یو شمیر لوبغاړو خوښي ښودلې چې په نوملړ کې ورته ځای ورکړل شوی دی خو یو شمیر نورو بیا پرې نیوکې کړې دي، تازه یو شمیر لوبغاړو پر ټولنیزه میډیا لیکنې کړي او خپګان یې ښودلی دی درویش رسولي، حضرت الله ځاځي او له ځاځي سره کریم جنت، ظاهر خان او نورو لوبغاړو له خپلو فسبوک پاڼو د نیوکې په ډول شعرونه لیکلي او یادونه یې کړې چې زموږ له احساساتو سره لوبې وشوې.

دوی لیکلي “زمونږ د احساساتو سره هرچا لوبی وکړي
واکدار دی که جانان دی که وختونه سرخوړلي” له دې بیت سره په کمینټونو کې ددوی مینه والو پر کریکټ بورډ نیوکې کړي او دوی ته یې تسلیت ورکړی دی، ددې ترڅنګ پر ټولنیزه میډیا یو شمیر د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو هم نیوکې کړي او د ځینو لوبغاړو یادونه یې کړې چې باید ځای ورکړل شوی وای.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې