دلوبغاړو په اړه

افغان کریکټ بورډ نن د ایرلنډ خلاف سیالیو ته لوبډله اعلانوي

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغانستان او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو لوبو لړۍ پر لار واچول شي، چې دغو لوب لړیو ته ښایې نن شنبه (جنورۍ دوېمه) نېټه باندې د افغانستان پر وخت شاو خوا ۱۱ بجې ایرلنډ خلاف لوبو ته د سلېکشن کمېټه افغان لوبډله اعلان کړي.

د کریکټ بورډ د رسنیو برخې مسؤل حکمت حسن په خپل ټوېټر اکاونټ باندې یو ټویټ کړی دی چې په یاد ټویټ کې یې لیکلې دي: ((ان شاءالله یوه پیاوړې لوبډله به د ایرلنډ خلاف لوبو ته ولېږو. سبا ۱۱ بجې یې اعلانوو)) نوموړي یاد پوسټ پرون جمعه ماخستن مهال وکړ.

د یادولو وړ ده چې ایرلنډ لا له وړاندې دغو سیالیو ته لوبډله اعلان کړې ده او اوس مهال متحده عربي اماراتو ته هم راغلې ده او خپل تمرینات یې وروسته له هغې پیل کړل کله یې چې د ټولو لوبغاړو ټیسټونه منفې راغلل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې