افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغانستان کرکټ بورډ د درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغانستان کرکټ بورډ نن د ایرلینډ سره د درې پنځوس اوریزو لوبو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه دې لوبډله کې اضغر افغان لوبډلمشر، حشمت شهیدي، رحمن الله ګربز، عثمان غني، جاويد احمدي، رحمت شاه، نجیب ځدران، محمدنبي، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، مجيب الرحمن، راشد خان، يمين احمدزی، نوین الحق، سید شیرزاد، اوشرف الدین اشرف شامل لوبغاړي دي.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا سیالۍ به د روانې میاشتې په ۱۹، ۲۱، او ۲۳، نېټه په عمان هیواد کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې