دلوبغاړو په اړه

اصغر افغان اوس هم په فسبوک کې اصغر ستانکزی دی

د افغان لوبډلې لوبډل مشر اصغر افغان ډیره موده وشوه چې لوبډل مشر دی او د ملي لوبډلې رهبري کوي، اصغر هغه لوبغاړی دی چې له پیله تر اوسه یې څو وارې خپل تخلص بدل کړی اصغر ستانکزی، اصغر افغان… همداسې نور اصغر شاوخوا دوه کاله وړاندې خپل تخلص له اصغر ستانکزي څخه اصغر افغان ته تبدیل کړ خو له هماغه وخت راهیسې د نوموړي نوم اوس هم د فسبوک پر صفحه اصغر ستانکزی دی

له تیر یوه کال راهیسې افغان لوبډلې د اصغر په لوبډل مشرۍ کې هیڅ کومه نړیواله لوبه نده ترسره کړې ټوله لوبډله مکمله اوزګاره وه خو اصغر په دومره وخت کې لاهم خپل تخلص فسبوک کې نه دی بدل کړی د لغمان یو تن کریکټر عبدالحمید لیوال وایي چې ښایي چې اصغر لټي کړې او یا هم له دوهمې کوژدنې سره مصروف و، بل کریکټر ملیار وایي چې اصغر په ټولنیزه میډیا زیات فعالیت نه کوي ځکه خو یې تر اوسه نوم نه دی بدل کړی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې