دلوبغاړو په اړه

کین ویلیمسون: ویرات کوهلي او سټیو سمیټ اوسني وخت کې دوه غوره توپ وهوونکی دي

د نیوزیلینډ کپتان کین ویلیمسون ویلي چې ویرات کوهلي او سټیو سمیت د اوسني وخت دوه غوره توپ وهوونکي دي ویلیمسون داسې مهال دا خبره کوي چې هغه تیره ورځ د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ، کین ویلي چې ویرات کوهلي او سمیټ په منظمه توګه د کریکټ په هر فارمټ کې لوبیدلی شي، نوموړي ددې دواړو ډیره ستاینه کړې ده.

ویلیمسون ویلي چې زه ددې دواړو هلکانو پر وړاندې لوبې کولو ته ډیر خوشحالیږم او ورسره له لوبو کولو خوند اخلم ” دغه دوه لوبغاړي ویرات کوهلي او سټیو سمیټ زما لپاره تر ټولو غوره لوبغاړي دي، دوی سره له لوبو کولو خوند اخلم دوی کولای شي هر فارمټ کې ښه لوبه وکړي”
ویلیمسون د نیوزیلینډ لوبډلې کپټان دی چې تازه یې د ټیسټ سیالیو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی او تر دا مهال یې د نیوزیلینډ لپاره د ۳۵ سلیزو او ۸۳ پنځوسیزو پرمټ ۱۵۰۰۰ منډې جوړې کړي دي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې