نړیوال کریکټ

پاکستان د سویلي افریقا سیریز ته جاویرا خان د ښځینه لوبډلې کپټانه وټاکله

وروسته له هغې چې پاکستانۍ ښځینه لوبډلې بسمه معروف د کورني اختلافو له وجې د لوبډل مشرۍ لرې کړه تازه د پاکستان کریکټ بورډ د نوموړې پر ځای جاویرا خان ددې لوبډلې مشره ټاکلې ده، دې لوبډلې تازه د سویلي افریقا سره د سیریز لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله د جاویرا خان تر کپټانسۍ لاندې ټاکلې ده چې د افریقا پر وړاندې به لوبې ترسره کړي.

پاکستانۍ ښځینه لوبډله به له سویلي افریقا سره د دریو یو ورځنیو او د شل اوریزو لوبو لړۍولري ددې لوبډلې ۱۷ لوبغاړي دا مهال په کراچۍ کې په تمریناتو بوخت دي چې له دې ځایه به د سویلي افریقا لوبو ته ورشي، د پاکستان د سیلیکشن کومیټې ویلي چې د لوبډلې په تمریناتو او ذهنیت موږ ډیر کار کړی، د راتلوونکي سیریز لپاره ښه چمتووالی لرو، ځوانو لوبغاړو ته مو ځای ورکړی دی او په ټیم کې تجربه لروونکي لوبغاړي لرو.
پاکستان لوبډلې د سویلي افریقا په خلاف جاویرا خان لوبډل مشره، ایمن انور، علیا ریاز، انم امین، عایشه نسیم، عایشه ظفر، دینا بیګ، فاتمه ثنا، کاینات، منیبا علي، ناهده خان، نشرا، ندا دار، اومیمه سهیل، سادیه اقبال، صدرا نواز، او سئیده ټاکلي دي چې د سویلي افریقا په خلاف به ولوبیږی

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې