نړیوال کریکټ

ویرات کوهلي او انوشکا شرما نوی کال په ګډه څنګ په څنګ ولمانځه

د هندۍ لوبډلې کپتان ویرات کوهلي له خپلې میرمنې انوشکا شرما سره یو ځای شوی او نن جمعه یې نوی ۲۰۲۱ کال په ګډه ولمانځه، کوهلي د اسټرالیا سره له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته بیرته هندوستان ته تللی ترڅو له خپلې میرمنې انوشکا سره و اوسي ځکه ددوی لومړی ماشوم نړۍ ته راتلوونکی دی او زیات مینه وال يې هیله لري چې ددې جوړې لور پیدا شي.

کوهلي تازه له خپلې میرمنې انوشکا شرما سره پر خپله رسمي فسبوک پاڼه تازه انځورونه خپاره کړي او مینه والو ته یې د نوي کال مبارکي ورکړې هغه پر فسبوک لیکلي ” هغه ملګري چې کرونا نه دي هغوی سره له یو ځای ژوند تیرولو خوند اخلو، موږ په یو خوندي او ارام چاپیریال کې له ژوند خوند اخلو ښکاري چې دا کار به نوې هیلې، خوښۍ او خوشحالۍ له ځانه سره ولري، د ټولو دې دا نوی کال مبارک شي”
ددوی ترڅنګ د نړۍ نورو لویو او مشهورو لوبغاړو هم خپلو مینه والو ته د نوي کال مبارکي ورکړي دي او دا کال یې د خوښۍ کال ګڼلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې