دلوبغاړو په اړه

ولسمشر غني راشد خان ته دولتي مډال ورکوي

افغان کریکت بورډ تیره ورځ د راشد خان لپاره د ستاینې ځانګړي مراسم نیولي و، راشد خان د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې “۲۰۱۱- ۲۰۲۰” د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه اوس تازه ولسمشر اشرف غني ویلي چې راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکوي.
د هېواد ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د غوښتنې په پايله کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د چارو ادارې لوی رياست ته سپارښتنه کړې، ترڅو د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ملي اتل راشدخان د وروستيو سترو لاسته راوړنو او وياړونو له امله هغه ته د ستر دولتي مډال د ورکړې لړۍ ژر تر ژره بشپړه کړي. د يادونې وړ ده چې د اړوند ادارې له لوري د مډال د ورکړې لړۍ له بشپړېدو وروسته به جلالتمآب ولسمشر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خان پر ستر دولتي مډال ونازوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې