نړیوال کریکټ

هندۍ لوبډله نوی کال په اسټرالیا کې لمانځي

هندۍ لوبډلې په اسټرالیا کې نوی ۲۰۲۱ کال ولمانځه او د نوي کال مبارکي یې یو بل ته وویله دغه لوبډله اوس مهال په اسټرالیا کې د ټیسټ سیالیو په لوبو بوخته ده، یو شمیر لوبغاړو په ټولنیزه میډیا تصویران خپاره کړي او د نوي کال مبارکي یې خپلو مینه والو ته ورکړې ده.

کیل راهول په ټولنیزه میډیا خپل او د ملګرو تصویر خپور کړی دی چې جسپریټ بومرا، ماینک اګروال، ددې ټیم نور غړي او کارمندان ورسره لیدل کیږي نوموړي پر خپل انستګرام لیکلي چې نوی کال، نوې هیلې، نوی احساس، نوي چانسونه او تازه پیل په ۲۰۲۱ کال کې.
ددې ترڅنګ نورو لوبغاړو اجینکا ریحاني، اشوین، شکر دهوان، شیریس ائیر، لوکیش راهول او د انډیا کریکټ ټیم ټولو بیل بیل په ټولنیزه میډیا لیکنې کړي او خپلو مینه والو ته يې د نوي ۲۰۲۱ کال مبارکي ورکړې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې